د جوزجان پر قوش تپې د طالبانو په حمله کې ۱۳ سرتېري وژل شوي
د جوزجان د پولیسو مشر، فقیر محمد جوزجاني وايي چې پر قوش تپه ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په حمله کې د امنیتي ځواکونو ۱۳ غړي وژل شوي او ۱۰ زخمیان شوي دي.
جوزجاني نن سې شنبه د اکټوبر ۹مه، اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په شپه د قوش تپه ولسوالۍ د نیولو لپاره حمله کړې وه، خو پلانیې ناکام شوی دی.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د حملې مسئولیت اخیستی او اسوشیټېډ پرس تهیې ویلي چې مقابل لوري تهیې زیات تاوان رسولی دی.
خو د جوزجان امنیه قوماندان دا ادعا نهده تأیید کړې او د ازادي راډیو خبریال تهیې ویلي چې د قوش تپې پر ولسوالۍ په حمله کې ۳۰ وسلهوال وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي.