موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په تور ۲۵ تنه تورن شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور د ۲۵ تنو ۱۴ قضيې سپارل شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، دا ۲۵ تورن کسان تېره اوونۍ د هېواد په شپږو ولايتونو کې نيول شوي او له دوی سره ۳۷ کيلو ګرامه هيروئين، ۲۴ کيلوګرامه تارياک، تر يوه کيلو ګرام ډېر چرس، ۳۵۴۸ ټابليټ (کا) نومي نشه يي ګولۍ او ۱۵ زره کيلو ګرامه بنګ نيول شوي دي.
ښاغلی موحد وايي، په تېره اوونۍ کې د دې مرکز د ابتدائيه او استيناف محکمو له خوا ۲۳ تورن کسان محکوم او مجازات شوي دي.
دی وایي:
"په مجموعي ډول د نشه يي موادو د قاچاق د ۱۳ جرمي قضيو په تړاو ۲۳ تنه د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائيه او استيناف محکمو په علني غونډو کې له یوه کال او شپږو مياشتو څخه نيولې بيا تر ۱۸ کالو پورې په بند باندې محکوم شول، د يادونې وړ ده چې دا محکوم شوي کسان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له نشه يي موادو سره يو ځای نيول شوي وو."
د يادونې وړ ده چې هغه تورن کسان چې په تېره اوونۍ کې نيول شوي، په دوی کې يوولسو يې غوښتل چې د حامد کرزي نړيوال ډګر څخه ډيلي او دوبۍ ته هيروئين قاچاق کړي.