په کندز کې د غالیو اوبدلو د صنعتي ښارګوټي د رغونې چارې پیل شوې
په کندز ولایت کې د غالیو اوبدلو د صنعتي ښارګوټي د رغونې چارې پرون پنجشنبې رسماً پیل شوې.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي وايي، د دې ښارګوتي د رغونې چارې د ښاري پراختیا وزارت ډیزاین کړي او تمویلوي یې.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې دا پروژه به په ۳ پړاوونو کې بشپړه شي:
"د غالۍ اوبدونکو ښارګوټی مو د عسقلان په سیمه کې پرانېست. دا ښارګوټی درې پړاوونه لري چې لومړی یې نن پیل شو او تقریباً ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي."
د کندز والي وویل چې د کندز د غالی اوبدونکو په ښارګوټي کې د استوګنې ودانۍ هم په پام کې نیول شوي دي.
جبار نعیمي وايي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به خلکو ته زیات کاري فرصتونه هم رامنځته شي.