سپینه ماڼۍ: د پناه غوښتونکو کډوالو په اړه نوي محدویتونه اعلان شول
![سپینه ماڼۍ: د پناه غوښتونکو کډوالو په اړه نوي محدویتونه اعلان شول](https://gdb.rferl.org/C25C8272-8BFB-4301-86A9-86F0E63CB639_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو کډوالو په اړه نوي محدویتونه اعلان کړل.
د دې محدویتونو له مخې هغه خلک له پناه غوښتنې محرومېږي چې د امریکا ته له مکسیکو سره د دې هېواد له جنوبي پولې په غیرې قانوني توګه داخلېږي.
د کډوالو ملاتړو فعالانو دا اقدام غندلی او وايي، دا د امریکا د هغه قانون سرغړاوی دی چې هغو کسانو ته چې خپلو هېوادونو کې له تعقیب او زور زیاتي تښتي، دې ته له پام پرته چې څه ډول امریکا ته داخل شوې، د پنا غوښتني اجازه ورکوي.
خو سپینې ماڼۍ استدلال کړی چې ولسمشر ټرمپ دا صلاحیت لري چې د ملي ګټو لپاره په کډوالۍ محدودیت ولګوي.
د امریکا د نویو مقراراتو له مخې، هغه کډوال چې له جنوبي پولې امریکا ته داخلېږي، یوازې هغه مهال په امریکا کې د پناه غوښتنې حق لري چې که دوی دا غوښتنه امریکا ته د ننوتلو په رسمي بندرونو کې وکړي.
د ټرمپ اداره استدلال کوي چې د امریکا د پناه غوښتنې اوسني اصول غیرې قانوني کډوالي هڅوي.