پوتين: نهغواړو له ډالرو فاصله واخلو، بلکې ډالر له موږ فاصله اخلي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په امريکايي ډالرو پر راکړه ورکړه او پر مسکو د امريکا پر بنديزونو انتقاد وکړ.
هغه دا انتقاد په هغه وينا کې وکړ چې پر امريکايي ډالرو د روسيې د اتکا د کمولو د هڅو پر موضوع وه.
ولسمشر پوتين پرون يوه اقتصادي کنفرانس ته په داسې حال کې خبرې وکړې چې وړمه ورځ روسيې د يو میليارد يورو په اندازه بسپنه راټوله کړه.
دا پر ډالرو د تکيې کمولو پر لوري لومړنۍ هڅه ګڼل کېږي.
ولسمشر پوتين پرونۍ غونډې ته وويل:
"موږ نهغواړو له ډالرو فاصله واخلو، بلکې ډالر له موږه فاصله اخلي."
پهدې غونډه کې بهرني تجارتي مشران هم حاضر وو او ولسمشر پوتين وويل چې د امريکا بنديزونو په ډالرو د روسيې د پولي معاملو چارې محدودې کړې دي.
ولادیمير پوتين وويل، په ډالرو د راکړې ورکړې په برخه کې بېثباتي د دې سبب شوې چې زيات هېوادونه د اسعارو متبادلې زېرمې پيدا کړي او له ډالرو بېل د پيسو متفاوت سيستم ايجاد کړي.