کراچۍ: ښاروالۍ په سلګونو دوکانونه ویجاړ کړي
![کراچۍ: ښاروالۍ په سلګونو دوکانونه ویجاړ کړي](https://gdb.rferl.org/75600530-E5BB-4066-A702-3A728C54E2D6_w800_h450.jpg)
که د کندهار انار و یا د زیارت چرې، که د سیند بېرې وې او یا د سوات سره املوک او سرې مڼې. د وچې مېوو نه نیولې تر سپېرکو او کاږو پورې او له کوټېوال چای او پراټو واخله تر چارسدوالوڅپلو،ټوکر او غوښو دا هرڅه د کراچۍ ایمپریس مارکیټ په دوکانونو او ریړیو کې ول، خو اوس ټول ویجاړ شوي.