بولټن: د ډونالد ټرمپ او ولادیمير پوتين ترمنځ به کومه کتنه ونه شي
د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن وايي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د روسي سيال ولادیمير پوتين ترمنځ به کومه کتنه ونه شي.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو د کريميا سيمې ته نېږدې د اوکراين څو کښتۍ او ماڼوګان نيولي دي.
ښاغلي بولټن پرون خبريالانو ته وويل:
"تر هغو چې د کښتيو عمله او کښتۍ خوشې شوي نه وي، زه په نېږدې راتلونکي کې داسې شرايط نه ګورم چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دې داسې کتنه وشي."
روسيې د نوامبر په ٢٥مه د تور سمندرګي او ازوف سمندرګي ترمنځ د اوکراين درې کښتۍ او ٢٤ بېړۍ چلوونکي ونيول.
مسکو ادعا لري چې دغه کښتۍ په ناقانونه توګه د کريميا سيمې ته نېږدې د روسيې د قلمرو اوبو ته داخلې شوې وې.
روسيې د کريميا سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې له اوکراينه جلا او په خپلې خاورې پورې الحاق کړه.