په اندونیزیا کې د سونامي څپو له امله د مړو شمېر ۴۲۹ ته لوړ شوی
په اندونیزیا کې د شنبې د ورځې د سونامي څپو له امله د مړو شویو شمېر ۴۲۹ ته لوړ شوی دی.
د ژغورنې ډلې وايي چې په دې طبیعي پېښه کې ۱۲۸ کسان لا درکه دي او څه د پاسه ۱۴ سوه نور ژوبل دي.
د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.
د اندونیزیا ولسمشر له ټولو حکومتي ادارو غوښتي دي چې سونامي ځپلو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د اندونیزیا په سوماترا او جاوا ټاپوګانو کې سلګونه کورونه، هوټلونه او نورې ودانۍ د څونامي څپو له امله چې ښايي د اور غورځونکي غره د پارېدو له امله پورته شوې، تخریب کړي دي.