د غزني چارواکي وايي، ماین چاودنې ٤ ملکيان وژلي
![د غزني چارواکي وايي، ماین چاودنې ٤ ملکيان وژلي](https://gdb.rferl.org/C1E94E3A-05BC-4511-8BAE-98A51DCFD170_w800_h450.jpg)
د غزني چارواکي وايي، د وسلهوالو طالبانو لهخوا د سړک پر غاړه د ځاى پر ځای شوي ماین چاودنې ٤ ملکيان وژلي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه غزني ښار ته څېرمه په ارزو سیمه کې شوې ده.
د ده په خبره په وژل شويو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دى.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي که پېښه واقعیت ولري عاملین بهیې مجازات شي.