په مسکو کې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيول شوی
د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، په مسکو کې يې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيولى دى.
د دولتي اژانس تاس د ننني راپور په حواله، دې ادارې ويلي چې دغه امريکايي وګړى تېره جمعه نيول شوى او جنايي تحقيقات پيل شوي دي.
تاس اژانس راپور ورکړى، که دغه امريکايي وګړى مجرم وپېژندل شي، ښايي له ١٠ تر ٢٠ کلونو پورې په بند محکوم شي.
اژانس په دې اړه نور جزيات نه دي وړاندې کړي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پرون وويل، مسکو له واشنګټن سره ديالوګ ته لا هم چمتووالى لري.
پوتين دا خبره خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته د نوي ميلادي کال په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.