د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله نن قطر ته روانه شوه
![د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله نن قطر ته روانه شوه](https://gdb.rferl.org/0720D108-EDA1-401C-99FA-12AD97AEEDDC_cx32_cy35_cw53_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله نن قطر ته روانه شوه.
د دغه هېواد د بدني روزنې او ورزش له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبډله به د مسلکي لوبغاړو له خوا د شپږو بالونو په نوم د لومړي پړاو نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیالۍ د چهارشنبې له ورځې پیل او بیا د جنورۍ د میاشتې تر ۱۵مې دوام کوي.
د افغانستان د لوبډلې په ترکیب کې څلور لوبغاړي او یو روزونکی شامل دي.