د ډاکترانو کاربندیز ګڼ خلک ځپلي دي
![د ډاکترانو کاربندیز ګڼ خلک ځپلي دي](https://gdb.rferl.org/793b67f8-7eef-4a9e-ab28-7760eeee3075_tv_w800_h450.jpg)
د بلوچستان د ډاکترانو څلورو ټولنو له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د خپل ملګري ډاکتر ابراهیم خلیل د تښتونې ضد کاربندیز ته دوام ورکړی دی. د کوټې روغتونونو ته ورغلي ناروغان او خپلوان یې وايي، د ډاکترانو هړتال ورته ستونزې پیدا کړې دي. ډاکتران وايي، په روغتونونو کې یوازې د بیړنیو مرستو څانګې فعالې دي. دوی وايي، د ډاکتر ابراهیم خلیل تر خوشې کېدو او د ډاکترانو امنیت ډاډ پورې کاربندیز ته دوام ورکوي. د صوبې اعلا وزیر جام کمال وايي، حکومت د ډاکتر خلیل خوشې کولو هڅې کوي.