په فرانسه د اور لګېدو په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په یوه اپارتمان کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
د دې پيښې په تړاو يوه ښځه توقیف شوې او پلټنې ورڅخه روانې دي.
د پاریس لوی څارنوال ریمي هايتز وايي، نیول شوې ښځه مخکې تر ذهني ناروغۍ تېره شوې ده.
ده وویل چې ګڼ کسان بام ته وختل او یو شمېر نورو له کړکیو ځانونه راغورځولي چې ځانونه له اوره وژغوري.