په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ومانه
په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت د داعش وسلهوالو اخیستی دی.
د جرمني خبري اژانس وايي چې داعش پر اعماق وېبسایټ دا معلومات خپاره کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په نننۍ حمله کې ۲۲ تنه زخمیان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس هم د زخمیانو شمېر ۲۲ او د مړو شمېر ۳ څرګند کړی دی.
په کابل کې د استقلال روغتون مشر حدودالله نوري وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له ځایه یو مړی او ۱۷ زخمیان ور وړل شوي دي.
نوري ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې درې ماشومان دي.
د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات خپرېږي.