د افغانستان د سولې شورا په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو حملې وغندلې
د افغانستان د سولې عالي شورا په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو پرونۍ حملې وغندلې.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري پرون د مارچ په پنځلسمه پر ټوېټر ولیکل چې ترورېستان دین نه لري.
د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پرون په دوو جوماتانو کې پر خلکو چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره ورغلي وو، حملې وشوې.
سید احسان طاهري دا حملې ترورېستي او وحشیانه بللې دي.
د نیوزیلنډ د پولیسو مشر ویلي چې په دواړو حملو کې ۴۹ تنه وژل شوي او ۳۹ تنه زخمیان دي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت پرون وویل چې په حملو کې یو افغان وژل شوی او درې نور افغانان سخت زخمیان دي.