زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه
![زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه](https://gdb.rferl.org/507201A9-0096-4173-AA83-F58E4F6AA47A_cx7_cy20_cw66_w800_h450.jpg)
زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه.
دوى له چارواکو د زورزياتي د پېښو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دغه مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې په پاګ ټاپو کې يوه پلار خپل څلور ماشومان د څلور منزله ودانۍ له لوړ منزل څخه لاندې واچول.
دغه ماشومان چې عمرونه يې د درېيو او اتو کلونو ترمنځ دي، سخت ټپيان شوي دي.
مظاهره چيانو په ښوونځيو کې د تعليم د کيفيت ښه کولو او د زورزياتي د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره دولتي مامورانو ته د نورې روزنې غوښتنه وکړه.
په پلازمېنه زګرب کې صدراعظم اندري پلين کوويچ چې په مظاهره کې يې برخه درلوده، وويل چې په دې برخه کې اقدام ته چمتو دى.
د روېټرز اژانس په حواله، له ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٧ میلادي کاله پورې ٩٠ ښځې د هغوى د خاوندانو، پخوانيو مېړونو يا دوى ته د نږدې کسانو له خوا وژل شوي دي.