د عبدالصمدخان اڅکزي ژوندلیک اوکراینیو کتابتونو ته وسپارل شو
د پښتنو سیاسي مبارز عبدالصمدخان اڅکزي ژوندلیک (زما ژوند او ژوندون) چې ۲۰۱۸ ز کال په اوکراینۍ ژبه ژباړل شوی دی، د اوکراین هېواد ملي کتابتونونو ته د دغه کتاب د سپارلو مراسم د اپرېل پر ۱۵مه نېټه په پلازمېنه کیف کې ترسره شول. اڅکزي د پښتون ولس د انساني او ایني حقونو لپاره د خپل ژوند تر نیمايي زیاته برخه د بریتانوي هند او پاکستان په زندانو کې تېره کړې وه. په کیف کې له ډاکټر سرور مندوخېل سره خبرې کوو چې د دغه مراسمو چارې یې سمبالولې.