جمهوري ریاست وايي، د مشورتي لویې جرګې جوړولو ته لومړیتوب ورکوي
جمهوري ریاست وايي چې د مشورتي لویې جرګې جوړولو ته اولویت ورکوي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون د اپریل په نولسمه ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د سولې لپاره هرې هڅې او خبرو ته تیار دی.
ارګ د سولې د مشورتي لویې جرګې خبره په داسې وخت کې را مخکې کړې چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره غونډه چې نن باید پیل شوې وای، لغوه شوه.
ټاکل شوې چې د غوايي په نهمه نېټه د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه جوړه شي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون ویلي چې جرګه به په خپل وخت جوړه شي او د افغانستان د ټولو سیمو خلکو ته به د ګډون وخت ورکړل شي.