ډاکترې سهېلا صدیق له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته کړي
![ډاکترې سهېلا صدیق له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته کړي](https://gdb.rferl.org/f62ec09d-70a4-460a-8a3f-4b2a16868bac_tv_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې ډګر جنرال پوهاند دوکتور سهېلا صدیق هغه مېرمن ده چې له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته یې کړي، خو اوس خپله د الزایمر په ناروغۍ اخته شوې. سهیلا صدیق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ ډاکتره وه چې په پوځي روغتون کې یې ګډ کار کاوه. نوموړې د سردار محمد داود خان له کورنۍ ده چې پرته له یوې خور بل خپل نه لري. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي