د مينه منګل پلار د کورنۍ د نورو غړيو امنيت اندېښمن کړی دی
د افغانستان ولسي جرګې فرهنګي کمېسيون وژل شوې سلاکارې مينه منګل پلار د کورنيو د نورو غړيو د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالب جان د مې پر ۱۴ مه نېټه رويټرز اژانس ته ويلي چې مشکوکه قاتلين به ښايې ان د هغه د کورنۍ ماشومان پرې نږدي.