په اسلام اباد کې د افغان زده کونکو د فراغت سندونه واخستل
لسګونه افغان زده کوونکو د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل. په دې لړ کې پرون په پوهنتون کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې ورته په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم وربلل شوی وو.