د تحريک انصاف ممکنه حکومت به له پیاوړي اپوزيشن سره مخامخ شي؟
د هېواد مهمو سياسي ګوندونو انتخاباتي نتيجې رد کړي او د ټګۍ تورونه يې پورې کړي دي.
د هېواد مهمو سياسي ګوندونو انتخاباتي نتيجې رد کړي او د ټګۍ تورونه يې پورې کړي دي.
د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې په هدف د ځينو هېوادونو تماسونه ګټور دي. عبدالله عبدالله نن په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ په نوم د لسګونو ديني عالمانو کنفرانس ته وويل، د افغانستان د سولې پر برخليک به خپله افغانان پرېکړه کوي. دی وایي: "هغه تماسونه چې د بېلابېلو هېوادونو له خوا د طالبانو له ډلې سره نيول کېږي، ګټور ګڼم، پخوا هم دا تماسونه وو، په راتلونکي کې به هم وي، خو د سولې د برخليک پر سر بحث به د افغانانو په لاس کې وي، له افغان دولت سره د مذاکرو... Читать дальше...
د عراق صدراعظم حيدر العبادي د دغه هېواد د برښنا وزير د دندې د ځنډول کېدو امر کړى دى. دا په داسې حال کې ده چې د عامه خدماتو د خرابېدو او اداري فساد له کبله اعتراضونه شوي دي. د صدراعظم دفتر نن وويل چې د برښنا وزير قاسم الفهداوي دنده به تر هغو ځنډېدلې وي چې د اوبو او برښنا د خدماتو په خرابېدو کې د ده د رول په تړاو څېړنې بشپړې شوې نه وي. په خپله الفهداوي سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. روانه مياشت په عراق کې د دوبي له ګرمۍ سره جوخت په ځانګړي ډول، د برښنا د خدماتو د خرابېدو له کبله مظاهرې وشوې.
افغان ولسمشر نن ماسپښين د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره په خبرو کې ويلي چې د دواړو هېوادونو تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي، نه پر تېر وخت. د جمهوري رياست په حواله، محمد اشرف غني نن یکشنبه په دغه ټيليفوني تماس کې ويلي، تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي او پر اساس به يې په فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو او سياسي برخو کې د اړيکو اساس ږدو. د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، عمران خان په دغه ټيليفوني تماس کې هيله ښوولې چې په نېږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ یې په ارګ کې د اداري فساد پر وړاندې د ممبر غږ کنفرانس په پای غونډه کې...
وروسته له هغې چې د محمد مرزا په ژوند ازادي راډیو ویډیویي راپور جوړ کړ یو شمېر خلکو له هغه سره د مرستو ژمنه وکړه. د ازادي راډيو خبریال ابراهیم صافي د محمد مرزا د اوسني ژوند په اړه دغه ویډیویي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلای شئ. ویډیو: تمیم اخګر او ابراهیم صافی
قاضي اطهرمن الله دا فيصله یوه ورک سړي ساجد محمود د مېرمنې ماهرې ساجد د درخواست په قضیه کې اورولې وه. نوموړي ويلي ول چې په جبري توګه د خلکو ورکول په ټولنه کې تره خپروي
ترکيه په پام کې لري چې له فرانسې، جرمني او روسيې سره د سوريې پر شخړه او نورو سيمه ييزو مسايلو د بحث لپاره سرمشريزه جوړه کړي. په هغو تبصرو کې چې نن يکشنبه د ترکيې رسنيو خپرې کړي، ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې دغه غونډه ښايي د سپټمبر پر اوومه په استانبول کې وشي. د حريت ورځپاڼې په حواله، ولسمشر اردوغان د سرمشريزې د اجنډا په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې ترکيه به له روسيې سره له دې څلور اړخيزې سرمشريزې هاخوا هم ډيالوګ ته دوام ورکړي. مسکو، پاريس او برلين سم د لاسه د دغې سرمشريزې موضوع نه ده تأييد کړې. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د بريتانيا سفير وايي، په افغانستان کې سوله، د بريتانيا د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب لري. نيکولاس کې چې نن په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د پرلت خېمې ته ورغلى و، په خپلو خبرو کې وويل: "په افغانستان کې سوله شخصاً زما، زموږ د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب دى، زه نن تاسو ته له ډېر احترام او واقعي هيلې سره راغلى يم چې ستاسو اندېښنې او نظريات واورم او نظرونه تبادله کړو." د سولې ولسي حرکت غړو د جمعې په ورځ په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته پرلت يا تحصن پيل کړ. Читать дальше...
د ايران پولي واحد نن يکشنبه تر ټولو ټيټ حد ته ورسېد. د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، نن په تور مارکيټ کې يو ډالر د يولک او ١٢زره ايراني ريالو په بدل کې تبادله کېده، حال دا چې پرون يو ډالر په ٩٨زره ريالو بدلېده. د ايران د پولي واحد ارزښت وروسته له هغې ولوېد چې د امريکا متحدو ايالتونو په مې مياشت کې له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او ويې ويل چې سر له جون مياشتې به پر ايران بېرته بنديزونه لګول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پر تهران د واشنګټن د بنديزونو له بيا لګول کېدو سره په ايران کې اقتصادي بحران ژور شوى دى. Читать дальше...
د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دې ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیت او د دغې ډلې ...
ولسمشر غني د اتوار پر ماسپښين (جولای ۲۹مه) پر ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې له عمران خان سره یې په ټېلېفون خبرې وکړې. بیان وايي، دواړه پر دې متفق شول چې "د افغانستان او پاکستان د ښه سیاسي
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ ترکيې ته خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې زنداني امریکايي پادري اندري برانسن...
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ ترکيې ته خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې زنداني امریکايي پادري اندري برانسن...
د خیبر انتخاباتي او انتظامي چارواکو د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې د ازاد امېدوار حاجي شاه جي ګل اپریدي غوښتنلیک منظور کړی او د جولای پر ۲۸مه د ووټونو بیاشمېر پیل او بیا ودرول شو. په دې بهیر کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماند پیر نورالحق قادري او شاه جي ګل اپریدي پلویان، د پاکستان انتخاباتي کمېشن چارواکي، خبریالان او د ناحکومتي ادارې څارونکي موجود ول. انتخاباتي افسر زاهد عثمان ماښام مهال اعلان وکړ چې د ټاکنو ګټونکی قادري دی. نوموړي په دې اړه یو بیان خپور کړی چې پکې یې ویلي که امېدواران اوس هم شکایت لري او د الېکشن کمېشن جرګګۍ ته دې ورشي. Читать дальше...
د ښار یو شمېر اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو ویلي دي چې په جلال اباد کې پر ملکي ادارو بریدونه د اندېښنې وړ دي. د جولای پر ۲۸مه په ښار کې د نرسانو او قابله ګانو پر روزنیز مرکز په وسله وال برید کې پینځه کسان وژل شوي ول.
یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونه په انتخاباتي نظام کې د بدلون په تړاو په خپلو غوښتنو په ټینګار سره ګواښ کوي...
یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونه په انتخاباتي نظام کې د بدلون په تړاو په خپلو غوښتنو په ټینګار سره ګواښ کوي...
د ننګرهار والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه له بل هر وخت د خلکو د خونديتوب لپاره چمتووالى لري. حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو له پروني بريد وروسته دا خبره وکړه. هغه بريد د جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي اندیښمن کړي دي. ښاغلي حیات د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دولت د وسلوالو مخالفینو ګواښونه دومره جدي نه دي. د ده په خبره په تېره یوه میاشت کې د داعش ډلې ۲۱۷ جنګيالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په همدغه موده کې... Читать дальше...
د نورستان ولایت چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، سږکال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي چې ننګرهار، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږل کېږي. د ده په خبره که حکومت او په تېره د کرنې او مالدارۍ وزارت د جلغوزو د پروسس لپاره تخنیکې څانګې فعالې او په دې برخه کې له خلکو سره ځانګړې مرستې وکړي، د نورستان د جلغوزو حاصلات به له دې هم زیات شي.
د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د حکومت د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې وايي، افغان ځواکونه دې له...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د نوري فایبر ...
د لوګر اوسیدونکي وايي چې د یاد ولایت له مسیره پکتیا او خوست ته غځیدلې برښنا د تخنیکې نورمونو خلاف د کلیو...
د دې اونۍ د لوبو له میدانه ورزشي خپرونه کې مو دغو موضوعاتو او مطالبو ته ځای ورکړی:
په کابل کې د پاورلفټنګ يا وزن پورته کولو ټاکنیزې سیالۍ پېل شوې. د افغانستان د بدني روزنې رياست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د بېلابېلو ۱۲ کلبونو نه شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړو ګډون کړی دی. دغه سیالۍ به د درېیو ورځو لپاره روانې وي چې په پای کې به ترې ۷۰ تنه د کابل د منتخبې لوبډلې د غړیتوب لپاره غوره شي. دا د کابل پاورلفټنګ منتخبې لوبډلې د ټاکلو ۱۱ پړاوو سیالۍ دي.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости