د ترکیې د ریل په یوه تم ځای کې د ټکر پېښې ۹ تنه ووژل
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یوه چټک رېل د ټکر له امله ۹ تنه مړه او ۴۷ زخمیان شوي دي. د انقرې والي، واصف سهین نن پنجشنبه د ډسمبر۱۳مه خبریالانو ته وویل چې سهار وختي د رېل لوکوموتیف د رېل د پټلۍ د تفتیش پرمهال، د یوه چټک رېل سره ټکر شو. د درېیو زخمیانو روغتیايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی. دا پېښه د انقرې په لویدیځ کې د مارسندیز په نوم د رېل ګادي په تمځای کې شوې ده. په هغو عکسونو کې چې د پېښې له ځايه خپاره شوي، لیدل کېږي چې د بېړنیو حالاتو ځانګړي کارکوونکي، د پېښې په ځای کې د زخمیانو د ژغورنې هڅې کوي.