ننګرهار: په بې وزلو کورنیو کې خوراکي توکي ويشل کېږي
په ننګرهار ولایت کې څلور نیم زره بې وزله کورنیو سره د سعودي عربستان په مرسته د یو میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. چارواکي له دې مرستو خوشاله دي خو وايي، په کار ده چې سعودي نوري بنیادي مرستې هم به افغانستان کې وکړي.