د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي
د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه تنه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي دي. د جرمني خبري اژانس وايي، یو ۲۱کلن افغان د چهارشنبې په شپه د بس یو تم ځای ته نږدې د چاقو په وسیله په برید کې وژل شوی دی. په راپور کې ویل شوي دي چې تر دې پېښې یوه ورځ وروسته یو بل افغان چې شپاړس کلن و، د کډوالو د استوګنې په کمپ کې په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی. دا دغلته د کډوالو افغانانو ترمنځ خپل منځي اخ او ډب بلل شوی دی. د صربیا پولیسو دواړه پېښې له یو بل سره تړلې بللي او ویلي یې دي چې شپاړس کلن افغان کډوال د ۲۱کلن افغان په وژلو کې لاس درلود. Читать дальше...