ازادي سټوډیو
په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمیر کم شي. د ناټو په سرمشریزه کې به د افغانستان مساله وڅیړل شي، ایران وایي په مظاهرو کې یې لږ کسان وژل شوي او له دې به مو هم خبر کړو چې فوټبالر مسي د جایزو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.
په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمیر کم شي. د ناټو په سرمشریزه کې به د افغانستان مساله وڅیړل شي، ایران وایي په مظاهرو کې یې لږ کسان وژل شوي او له دې به مو هم خبر کړو چې فوټبالر مسي د جایزو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، له افغانستانه د وتونکو امریکايي پوځیانو شمېره حتماً له طالبانو سره د سولې له یوې احتمالي موافقې سره تړلې نه ده.
د بشري حقونو فعالانو، د دسمبر پر دریمه، په پېښور کې مظاهره وکړه او له حکومته یې د یو مدني فعال او د نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ادریس خټک د زر تر زره خوشې کېدوغوښتنه وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
خبري اژانس لیکي چې افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې بریالي عملیات ترسره کړي او چارواکیو دغه سیمه د اسلامي دولت وسله والو نه پاکه ګرځولې ده.
د نومبر پر۲۹مه د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې زده کوونکیو د دوی په یونین د قدغنونو، جنسي زورونو او فیسونو کې د زیاتوالي پرضد لاریونونه ترسره کړل. د زده کوونکو لاریونونو تر شا څه دي؟ او تر اوسه ریاست د دغه ستونزو په هواري کې ولې پاتې راغلې دی؟ په دې اړه د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
د دسېمبر پر دريمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو ورځ لمانځل کېږي. په خېبر پښتونخوا کې داسې ډېر معذوران شته چې خپل ځان معذوره نه ګڼي. هغوی د روغو خلکو په څېر د ژوند تېرولو هڅه کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په هرات کې چارواکي وايي، پرون د دې ولایت په زاول ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د ډلې درې مهم قومندانان وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازداي راډيو ته وویل، د زاول لپاره د طالبانو ولسوال ملا ګل شير، نظامي مسئول حافظ زبیر او د دې ډلې د استخباراتو مسئول حافظ طلحه په په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي. ده هیله څرګنده کړه چې د دغو کسانو له وژل کېدو سره به په زاول ولسوالۍ کې امنیت ښه شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نا دولتي ادارو او خصوصي سکتور د کارکوونکو د تقاعد د حقونو د تنظیم د مقررې په عملي کیدو به، د لومړي ځل لپاره د دغو ادارو کارکوونکي د تقاعد له حقونو برخمن شي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تور پورې کړی چې لوی شمېر اعتراض کوونکي يې وژلي دي. ټرمپ نن په لندن کې د ناټو سرمشریزې پر مهال وویل: "ایران ښايي اوسمهال زرګونه کسان وژلي وي او له همدې کله یې انټرنټ قطع کړی دی چې خلک هلته روان وضعیت ونه ویني." ده وویل چې د وژل شویو شمېر ډېر زیات دی او دا یو بد خبر دی. ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه دا خبره کړې چې په ایران کې د وژل شويو اعتراض کوونکو ناتاييد شوي ارقام خپاره شول. یوه ورځ مخکې د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې په ایران کې له تېرې یوې میاشتې راهيسي... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ یوه نوې سروې ښيي چې د افغانستان د راتلوونکي په اړه د تېر په پرتله د افغانانو هیلهمندي زیاته شوې ده.
د جرمني د دفاع وزیره انهګرت کرامپکارن باویر هیلهمندي ښيي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې هر څه ژر اعلان شي او ټولو لوریو ته د منلو وي.
د امنیتي ادارو مشرانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د بمي حملې په اړه پرون د خپلو پلټنو په اړه معلومات وړاندې کړل. د دې حملې په نتيجه کې یوه نیمه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو یوه بهرنی کارکوونکی انیل راج ووژل شو. د امنیتي ادارو په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په مشرۍ پلاوي هم حضور درلود. ښاغلي یاماموتو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره دې امنیتي تدابیر زیات کړي. تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان... Читать дальше...
د نقیب الله مسود پلار محمد خان مسود جنازه نن په ټانک کې وشوه او مړی به یې په خپل پلرني ټاټوبي د جنوبي وزیرستان په مکین کې خاورو ته سپارل کېږي. د محمد خان مسود په جنازه کې ځینو ګډونوالو وویل چې خپل زوی د انصاف اخېستلو ارمان یې ګور ته یووړ. دوی وايي چې تر هغو به په ارام نه کښېي چې د نقیب مسود کورنۍ ته یې انصاف نه وي راوړی. عمر وزیر پرې ویډیو رپورټ لري.
د ناټو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د تروريزم پر ضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټينګار وکړ. د ناټو نظامي سازمان مرستيال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونيسی. ښاغلي کزالي وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي. ده زیاته کړه: "مهمه دا ده چې طالبان په ریښتونې ژمنې سره د مذاکراتو مېز ته کښیني. په دې معنا چې مصالحې ته حاضر شي او یو شمېر مسایل ومني. که داسې وشي، د سولې توافق ته... Читать дальше...
د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزیرې الیس ویلز ویلي، افغان چارواکي باید د افغانستان په ختيځ کې د کوچنیانو د جنسي ځورونې د سختو اندېښمنوونکو راپورونو په تړاو پرېکنده اقدامات وکړي. دا خبره مېرمن ویلز پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې ده. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې بریتانيايۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور ورکړ چې د لوګر په ځینو ښوونځیو کې تر پنځو سوو ډېره زده کوونکي هلکان له جنسي ځورونې اغېزمن شوي. راپور کې ادعا شوې وه چې هلته یوه داسې کړۍ فعالیت کوي چې د کوچنيانو په جنسي ځورونه کې لاس لري. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، له معترضو انتخاباتي ډلو سره يې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شي.
په پاکستان کې صحافتي تنظیمونو او صحافیانو د احتجاجیانو دا عمل غندلی او وايي باید د دا رنګ احتجاجونو مخه ونیول شي.
د ننګرهار ولایت د ستروسو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي. د دغه ولایت د کرنې ریاست ویاند انعام الله میاخېل ازادي راډيو ته وویل، چې تېر کال د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په۱۳۸ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شول چې سږني حاصلات یې ۳۵۹۰ ټنو ته رسېږي. ښاغلی میاخېل وایي، په روان کال کې له دغه ولایت څخه د لیموګانو ۹۷۰ ټنه او د غټو لیموګانو ۶۰۴۹ ټنه حاصلات هم راټول شي دي. د ننګرهار د کرنې ریاست مسولین وایي، هڅه کوي چې د ستروسو د حاصلاتو په زیاتېدو له پاکستان نه د دغه محصول د وارداتو مخه ونیسي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې له ۳۰ زره زیات د پستو نوي باغونه جوړ کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، یوازې په هرات ولایت کې تازه له ۳۵۰۰ جریبو نه په زیاته ځمکه کې د پستو بڼونه جوړ شوي دي. هغه زیاتوي: "دا له ۳۰ زرو جریبو نه زیات بڼونه چې جوړ شوي، د راتلونکو کلونو لپاره ښه هیله مندي ده چې زموږ د تولید کچه ورسره لوړېږي او موږ په دې برخه کې په ځان بسیا کېږو، هغه پلان چې د کرنې وزارت لري غواړي د خصوصي سکټور په همکارۍ د پستو سوداګریز بڼونه جوړ کړي، چې طرح یې... Читать дальше...
د بلخ امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د څلورو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن آزادۍ راډیو ته وویل دا هوايي بریدونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد کلي کې د تروریستانو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې یې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي. د ښاغلي رضايي په وینا په دې بمبارۍ کې ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا دفاع وزیر وايي، له افغانستانه د وتونکو امریکايي پوځیانو شمېره حتماً له طالبانو سره د سولې له موافقې سره تړلې نه ده. مارک ایسپر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ افغانستان ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو پر احتمال خبرې وکړې او ویې ویل دی باور لري چې طالبان به اوربند ومني. ایسپر پرون- دوشنبې په داسې حال کې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له واشنګټڼ څخه لندن ته روانېده، له رویټرز خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ټرمپ... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي. تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان سیمه کې د ملګروملتونو پر یوه موټر د لاسي بم د حملې په پېښه کې د دې سازمان یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو. ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه وايي ښاغلي یاماموتو د دوشنبې په ورځ له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د منیتي ارګانونو مسوولان هم حاضر و د دې سازمان د تاسیساتو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د لازیاتو تدابیرو غوښتنه. Читать дальше...
ناټو د خپل تاسیس اویایمه کلیزه نن د دې ټلوالې د مشرانو په ګډون په لندن کې په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې نمانځي. د ناټو مشران به، په داسې حال کې چې د سرمشریزې په درشل کې یې د غړو ترمنځ د نه یووالي نښې نښانې راڅرګندې شوي، د ټلوالې د راتلونکې په ګډون د ډېرو مسایلو په اړه بحثونه وکړي. فرانسه، ترکیه او متحدایالات د ناټو لپاره د یوې جلا بڼې غوښتونکي دي. د ناټو عمومي منشي یینس ستولتنبیرګ د سرمشریزې په درشل کې وویل، ناټو له بدلېدونکې نړۍ سره د بدلېدو په حال کې ده. هغه زیاته کړه: "زما لپاره دا مهمه ده... Читать дальше...
د نړۍ د فوټبال نامي ستوري لیونیل میسي ته د شپږم ځل لپاره د طلایي توپ جایزه ورکړل شوه. ۳۲ کلن میسي ته دا جایزه پرون د ډسمبر په دوهمه نېټه په پاریس کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوه. میسي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر اوسه د بارسلونا د فوټبال کلپ او د خپل هېواد ارجنټاین لپاره په ۵۹ لوبو کې ۴۶ ګولونه وهلي دي. هغه دا جایزه پنځه ځلې مخکې له دې، په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې هم ګټلې په داسې حال کې چې د ده سیال کریستیانو رونالډو پنځه ځلې دا ویاړ ترلاسه کړی. همداراز د امریکا د... Читать дальше...
په افغان ټولنه کې ګڼې داسې ښځې شته چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره زیاتې سختۍ زغمي.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости