د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې؛ ټول ۱۶۲۰۰ شکایتونه ثبت شول
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د شکایتونو ثبتولو بهیر نن چهارشنبه (جدي ۴مه) پای ته ورسېد.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د شکایتونو ثبتولو بهیر نن چهارشنبه (جدي ۴مه) پای ته ورسېد.
د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې نن مازدیګر په ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي دي. د غزني د ترافکیو مدیر منیراحمد بختیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی ته ور رسېدلي معلومات ښيي چې په پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي دي. ښاغلي بختیار وویل، د ګازو یو ټانکر او سراچه ډوله موټر ټکر کړی. د لویې لارې موټر چلوونکي هم وايي چې په پېښه کې پنځه سړي، درې ښځې او څلور ماشومان مړه شوي دي.
د ټولنیزو شبکو له پراختیا سره دافغانستان په دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې د هلکانو او نجونو ترمنځ اړیکې هم پراخې شوي دي.
امريکا د ډېسېمبر پر ۱۸مه پاکستان د مذهبي ازاديو د ځانګړيو اندېښنو د هېوادونو په لېسټ کې اچولی وو. پاکستان د ډېسېمبر پر ۲۴مه په يوه بيان کې د امريکا دا ګام غندلی او دا يې "يو اړخيزه، بې منطقه او مشکوکه" ګرځولی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په پاکستان کې د مذهبي ازاديو د وضعيت جاج اخيتسل شوی. د پاکستان د اقليتونو د فوم مشر رادېش سنګ ټوني او د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د بحث مېلمانه دي.
ترخه حقیقتونه په کميډي ژبه کې د ټولنیزو رسنیو له لارې. هغه څه و چې ندیمه یې اړ کړه کمیډي ته مخه کړي؟ د ژوند ناخوالې که ټولنیزې ستونزې؟ د ازادي راډیو خبریالې لیمې هادي، د ندیمې هنري ژوند ته په دې ویډیويي راپور کې کتنه کړې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان میلادي کال له لومړۍ میاشتې نه تر نهمې پورې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره ماشومان د سینه بغل په ناروغۍ اخته شوي دي.
په سروې خپرونه کې دا اوونۍ د خیبر ضلعې د لنډيکوتل اوسېدونکې جمایما اپرېدۍ مېلمنه ده.
د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته وویل چې دغه کسان له هراته فراه ته په لاره د بالابلوک ولسوالۍ کې پرون نیول شوي دي. ښاغلي وطندوست وویل چې دا څلورم ځل دی چې طالبان د سولې ولسي حرکت غړي نیسي. هغه وویل: "که څه هم مونږ په وار وار د طالبانو سیمو ته ورغلي یو او له هغوی سره مو خبرې کړي دي، د هغوی ټولې اندېښنې مو رفع کړي دي. خو بیا داسې پېښه کیږي." طالبانو تراوسه په دې هکله څه ندي ویلي. بلخوا د فراه مرستیال والي مسعود بختور آزادي راډیو ته وویل چې دوی هلی ځلی کوي چې نیول شوي کسان د... Читать дальше...
پر پاکستان زیاتره وخت هلته د لږکیو سره د توپیري چلند او پېغمبر ته سپکاوي په قانون کې د مرګ په سزا انتقادونه کیږي.
د پاکستان سرښار اسلام اباد په یوه کلیسا کې عیسویان کریسمس لمانځي. په ټوله نړۍ کې عیسویان هرکال د ډېسېمبر پر ۲۵ د حضرت عیسی (ع) د زوکړې ورځ لمانځي. په دې اړه دا ویډیو راپور وګورئ.
پاکستان دا غندي چې د امریکا د بهرنیو وزارت لخوا د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی چي وایي له دیني آزادیو سرغړونه کوي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې اسلام آباد دغه یو اړخیز اقدام چې په خپله خوښه یې کړی ردوی او د شک په سترګه ورته ګوري. پاکستان وایي د واشنګټن دغه تصمیم له واقعیتونو لرې دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او پنځه نور هیوادونه د دیني آزادیو په برخه کې داندیښنې وړ وګڼل. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي دیني آزادي په دغو هېوادونو... Читать дальше...
د شیکاګو په دوو هوايي ډګرونو کې سختو دوړو ۱۷۷ پروازونه لغوه کړي. دا پروازونه د کریسمس د جشن پر مهال لغوه شوي. د امریکا متحده ایالتونو فدرال هوایي چلند ادارې نن چهارشنبه وویل چې لږ تر لږه ۸۰۰ پروازونه د شیکاګو په دوو ډګرونو کې ځنډېدلي هم دي. د امریکا دریم لوی ښار شیکاګو ته سهار په ځايي وخت پنځه نیمي بجې سختې دوړې ور تاو شوې. د پروازونو په لغوه کېدو سره به خلک له موټرو زیاته استفاده کوي. د امریکا د اتومبیل ټولنې وړاندوینه کړې چې ۱۰۴ میلیونه امریکایان به د کال د پای رخصتیو پر مهال په خپلو موټرونو کې سفر کوي.
د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی او له ککړو اوبه ګټنه د دې لامل شوې چې، د کابل ښار څنډو کې تر خیمو لاندې ګڼ اوسېدونکي په ډول ډول ناروغیو اخته شي.
هندي چارواکو ویلي چې هره ورځ له افغانستانه پنځلس لارۍ پياز هند ته رسیږي او دا به د پیازو د بیې په ټیټولو کې مرسته وکړي. په هند کې دا څو وروستۍ میاشتې د پیازو بیې زیاتې لوړې شوي. اوس د یوه کیلو پيازو بیه تر ۱۴۰ هندي روپيو رسېدلې چې شاوخوا یو نیم سل افغانۍ کېږي. نیو انډین ایکسپرس او انډیا ټوډې ورځپاڼو راپور ورکړی چې وارداتي پيازو عموماً بیې لس تر پنځلسو روپیو کمې کړي. هندي چارواکو ویلي چې سوداګر دا پياز په افغانستان کې ارزانه اخلي او دلته هم هڅه روانه ده چې چې بیې ورسره ټيټې کړای شي. د افغانستان... Читать дальше...
د کندز پولیس وایي چې نن سهار وسله والو طالبانو په کندز ښار کې د پولیسو په یوې ګزمې برید کړی او یو سرتیری یې ټپي کړی. دا خبره د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وکړه. هغه زیاته کړه: "نن سهار د دویمې امنیتي حوزې د ګزمې موټر د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شو، په نښته کې یو پولیس ټپي شوی دی، دښمن هم د همدغو عسکرو له خوا په شا وتمبول شو." یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د موضوع د حساسیت په خاطر د نوم په نه اخیستلو سره ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی. Читать дальше...
نن د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده. د شکایتونو لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی و. د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه غړي قطب الدین رویدار ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي د شکایتونو شمېر تر لسو زرو واوړي. د هغه په خبره اکثر دا شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ثبت کړي. ښاغلي رویدار وویل چې د شکایتونو تر ثبت وروسته به څېړنې پیلیږي او شکایتونو ته رسیدګي کېږي. د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې یکشنبه... Читать дальше...
کابل چاپ ننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او د سولې روانې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو او کندز کې د امریکايي سرتېري د وژل کېدو په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
د ایران د صوفې طریقې ستر مشر نورعلي تابنده د ۹۲ کلنۍ په عمر ومړ. صوفي طریقه په دې هیواد کې یوه ستره مذهبي فرقه ګڼل کېږي. د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپورله مخې تابنده چې د تهران په مهر روغتون کې د اکټوبرله ۳۱ راهیسې بستر و، مړ شوی دی. تابنده د نعمت الاهی ګنابادي د صوفي طریقې مشر و چې په ټول ایران کې پیروان لري خو ډیری پیروان یې د دې هېواد په شمال ختیځ خراسان ولایت کې دي. تابنده د کلونو په جریان کې ډیر ځلې د ایران د رژیم له خوا زنداني شوی او پیروانو یې هم چې په ګنابادي درویشانو مشهور دي،... Читать дальше...
د هرات امنیتي چارواکي وایي، ایران پولې ته نږدې د اسلام قلعه په بازار کې درې تنه په ډزو وژل شول. د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده پرون د دې پیښې په اړه ازادي راډیو ته ووویل: "نن له غرمې مخکې شاوخوا یولس بجې درې تنه چې ویل کیږي کمیشن کاران ول، د کهسان ولسوالۍ مربوط د اسلام قلعه بازارکې د ناپېژندو وسله والو په ډزو ووژل شول." د ښاغلي ولیزاده په وینا وسله وال د پيښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او تراوسه د دې پېښې انګیزه هم نده معلومه. تراوسه چا یا کومې ډلې هم د دې پېښې مسولیت اخیستی دی.
د سولې ولسي حرکت ادعا وکړه چې طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي په فرا ولایت کې برمته کړي دي. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د سولې دا فعالان په شپږو موټرو کې له هرات څخه فراه ته په لاره وو، چې پرون( سه شنبه) مازیګر پنځه بجې طالبانو په سړک درولي او ځان سره یې بیولي دي. بسم الله وطندوست وویل: "د سولې د ولسي حرکت موټریز کاروان چې ۲۷ کسان له ۶ موټرو سره دي د هرات څخه فراه ته د ولس ويښوونې د پروګرامونو لپاره روان وو، په لاره کې وسله والو طالبانو له... Читать дальше...
د هند صداعظم نریندرا مودي وايي، هندوستان به تل د افغانستان د پراختیايي اړتیاوو او د افغانستان د خلکو د هیلو د پوره کولو ملاتړ وکړي. نوموړې چې تر دې مخکې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلفون خبرې کړې وې، پر ټویټر د همدې خبرو په اړه د ولسمشر غني د څرګندونې په ځواب کې زیاته کړې او ویلي یې دي: "زمونږ د خلکو ترمنځ نږدې سټراټیژیکه ملګرتیا زموږ د هېوادونو په ګټه ده. “ نریندرا مودي همدارنګه ویلي، هندوستان افغانستان سره پیاوړې ملګرتیا ته ارزښت ورکوي. هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان او نورو هېوادونو کې د خپل هېواد له یو شمېر سرتېرو سره خبرې کړي او هغوی ته یې د کریسمس مبارکي ویلې. ښاغلی ټرمپ چې د کرسمس د رخصتیو لپاره په فلوریډا کې خپل استوګنځای ته تللی، پرون یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د اردو د ټولو پنځو څانګو له یو شمېر غړیو سره چې له امریکا بهر ځای پر ځای دي خبرې کړي. ولسمشر ټرمپ دې پوځیانو ته په خطاب کې هغوی ته د ښه کرسمس هېله کړې. د امریکايي نظامیانو په هغه ډله کې چې ولسمشر ټرمپ ورسره غږیدلی، په افغانستان کې میشت د امریکا... Читать дальше...
ایران د هغه ځوان د کورنۍ غړي نیولي چې تیره میاشت په دې هیواد کې د تیلو د بیو د لوړېدو پر ضد اعتراضونو کې ووژل شو. دا اعتراضونه چې د ایران تر سلو زیاتو ښارونو ته پراخ شول د رژیم له خوا سخت وزپل شول. د مهر نیمه دولتي خبري اژانس پرون د یوې خبرې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د پویا بختیاري کورنۍ له چارواکو سره خبرو لپاره وربلل شوې وه. د مهر د راپور په حواله وروسته څرګنده شوه چې ددې کورنۍ غړو د انقلاب ضد پروژه پرمخ وړله او د ایران ضد فعالیتونه یې کول. مهر خبري اژانس پرته له دې چې ووايي، د پویا بختیاري د کورنۍ کوم غړي نیول شوي، ویلي... Читать дальше...
د عراق پارلمان د ټاکنو نوی قانون تصویب کړ چې هدف یې خپلواکو سیاستوالو ته د څوکیو د ګټلو ښه چانس ورکول دي. په عراق کې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنه د ټاکنو عادلانه کول دي. په نوې قانون کې د عراق اتلس ولایتونه هر یو په څو ټاکنیزو حوزو ویشل شوی، او د سل زره کسانو پر سر یو استازی ټاکل کېږي. د عراق نوی ټاکنیز قانون همدارنګه د سیاسي ګوندونو لپاره دا ستونزمنوي چې په یو مشخص ولایت کې په اسانه ټولې څوکۍ وګټي. د اکټوبر راهېسې په عراق کې د چارواکو د درغلیو، د کار د نشتوالي او له شته سیاسي سیستم څخه د مایوسۍ له کبله خلکو پراخ اعتراضونه پیل کړل. Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости