د افغانستان ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې د سختو بارانونو د ورېدو اټکل شوی
د هوا پېژندنې یو شمېر ادارو نن د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی. د دې ادارو په باور ممکن په کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د ورښتونو له امله د سیندونو د اوبو کچه لوړه شي چې ورسره ښایي سېلابونه وبهېږي. په افغانستان کې وروستیو اوونیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له کبله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.