د افغانستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ سوه بندیان ازادېږي
د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ سوه بندیان ازادېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت پيغام کې وویل چې دغه پرېکړه د ولس د غوښتنې او اختر په مناسبت شوې ده: "د افغانستان ولس دې خبر وي چې ۸۸۷ بندیان د اختر په احترام او د ولس د غوښتنې پر بنسټ له زندانه خلاصېږي."
ولسمشر دا شان وویل چې تېره شپه یې روژه ماتی په څرخي زندان کې له بندیانو سره کړې او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي دي.