د بدخشان پولیسو شااوخوا شل کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي
د بدخشان ولایت پولیس په دې ولایت کې د قاچاق کوونکو او د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر خلاف د ځانګړو عملیاتو خبر ورکوي.
د بدخشان ولایت امنیه قوماندان اسدالله محمدي وايي، د بدخشان پولیسو د درېیو عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد له تورنو کسانو سره یو ځای نیولي دي.
په لومړیو عملیاتو کې چې په ارګو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه وشول، (۲۳) کیلو ګرامه هیروئین نیولي، خو د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
پولیسو په دوو نورو عملیاتو کې چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې وشول، (۴۷۰) ګرامه هیروئین او دوه قاچاق کوونکي نیولي چې غوښتل یې دا مواد کندز ته قاچاق کړي.