ایران کې د بشري حقونو ۱۴ مدافعانو له خامنهاي د استعفا غوښتنه کړې
![ایران کې د بشري حقونو ۱۴ مدافعانو له خامنهاي د استعفا غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/0E68D563-34A1-417E-A3BB-25A6C9369B0D_w800_h450.jpg)
په ایران کې د بشري حقونو ۱۴ مدافعانو د هغه هېواد پر ستر مذهبي مشر، ایتالله علي خامنهاي غږ کړی چې استعفا وکړي.
هغوی چې دننه په ایران کې او له هغه هېواده بهر اوسېږي، همداراز د داسې نوي اساسي قانون د جوړېدو غوښتنه کړې چې ښځو او نارینهوو ته مساوي حق ورکړي.
د ۱۴ ایراني فعالانو په ګډ بیان کې چې پرون، د اګسټ په پنځمهیې پر انټرنټ خپور کړی، ویلي چې په ایران کې په وروستیو څلورو لسیزو کې استبداد د جنسي اپراتاید یا جنسیتي تبعیض ته داسې زمینه برابره کړې چې د ټولنې د وګړو پر نیمايي برخه، یعنې ښځو یې چلیپا ایستلې ده.
د هغوی په بیان کې لیکل شوي، هر چا چې د جنسیتي تبعیض پر ضد احتجاج کړی، توهین، تحقیر او زنداني شوي دي. په ځیني مواردو کې هغوی شکنجه، زنداني او محاکمه شوي دي.
د ښځو د حقونو مدافع فعالانو ویلي چې هغوی به د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره سولهییزه مبارزه کوي.