پر شهزاد محمدي تر یوه کاله د کرکټ د لوبو بندیز ولګېد
![پر شهزاد محمدي تر یوه کاله د کرکټ د لوبو بندیز ولګېد](https://gdb.rferl.org/09D56CE4-F940-451B-81BE-1AB7B89AD914_cx0_cy12_cw56_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد د یوه کال لپاره په هېڅ ډول کورنیو او نړیوالو رسمي لوبو کې ګډون نشي کولی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دغه بورډ د ډسپلین او انظباط کمېټې د شهزاد په اړه پرېکړه د کرکټ بورډ له اصولو څخه د هغه د پرله پسې سرغړونو له امله کړې ده.
کرکټ بورډ ویلي چې نوموړي د یادې ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې یو شمېر پاکستاني رسنیو په پېښور کې د محمد شهزاد د غیر قانوني تمریناتو راپور ورکړ چې په افغانستان کې یې هم پراخ غبرګونونه راوپارول.
افغان کرکټ بورډ وايي، په کور دننه یې د افغان لوبغاړو د تمرین لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.