چارواکي: په پروان کې د ټاکنو د کمېسیون نیول شوي کسان بېرته خوشې شي
د پروان ولایت امنیه قوماندان وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون هغه کسان چې طالبانو برمته نيولي، ډېر ژر به راخوشې شي.
دا خبره مل پاسوال محفوظ ولیزاده نن ازادي راډيو ته وکړه.
ده وویل چې په پروان کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څلور کارکوونکي د ټاکنو په لومړۍ ورځ طالبانو له شینوار ولسوالۍ تښتولي وو چې تر اوسه له هغوی سره دي.
ښاغلي ولیزاده وویل چې دا څلور کسان د انتخاباتو تر پروسې پای ته رسېدو وروسته په داسې حال کې برمته نیول شوي چې د خپل کور پر لور روان وو.
ده زیاته کړه چې ټاکل شوې دغه کسان د سیمې د سپين ږيرو په منځګړیتوب نن بېرته راخوشې شي.
خو په پروان ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالقادر وهاب صافی وايي چې د دې کمېسیون اته کارکوونکي، یو د انتخاباتي شکایاتو او ۱۷ څارونکي طالبانو برمته کړي او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نشته.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.