ایران وایي، د جنرال قاسم سلیماني د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه
![ایران وایي، د جنرال قاسم سلیماني د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه](https://gdb.rferl.org/C1A133CF-5269-4447-9553-7982A44FD13C_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
یو جګپوړی ایرانی چارواکی وايي، تهران د ډګر جنرال قاسم سلیماني د وژلو لپاره د اسرائیلي او عربي استخباراتي ادارو دسیسه ناکامه کړې ده.
سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان دی.
د ایران دولتي رسنیو د سپاه پاسداران د امنیتي رئيس حسین طیب له قوله وویل، دسیسه کوونکو د سلیماني د پلار قبر ته نږدې ځمکه اخیستې وه او شااوخوا ۵ سوه کیلو چاودېدونکي مواد یې هلته ایښي وو چې قوماندان سلیماني پرې ووژني.
طیب چې نن یې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل چې یو شمېر د دې دسیسې په تړاو تېره میاشت نیول شوي دي.
ده ونه ویل چې څومره کسان، خو ویې ویل چې پر دې دسیسې له کلونو راهیسې کار شوی و.