په امریکا کې محکومه شوې روسۍ ایجنټه ماریا بوتینا مسکو ته ورسېده
په امریکا کې محکومه شوې روسۍ ایجنټه ماریا بوتینا د امریکا د متحدو ایالاتونو له زندانه له خوشې کېدو وروسته نن مسکو ته ورسېده.
نوموړې په امریکا کې د نا راجستر شوې بهرنۍ ایجنټې په توګه د فعالیت په تورونو بندي شوې وه.
امریکايي رسنۍ وايي، له پوهنتون فارغه شوې بوتینا هغه مهال چې امریکا کې ډونالد ټرمپ واک ته ورسېد، هڅه کوله چې په محافظه کارو امریکايي سیاستوالو کې نفوذ وکړي او د روسيې اجنډا تبلیغ کړي.
بوتینا د جمعې په ورځ په فلوریډا کې له یوه زندانه خوشې شوه او مسکو ته په تلونکې الوتکه کې واستول شوه.
نوموړې د ۲۰۱۸ میلادي کال په جولای کې له نیول کېدو راهېسې توقیف کې وه.
ماریا بوتینا په ډیسمبر کې ومنله چې د روسیې لپاره یې په امریکا کې د ناراجستر شوې ایجنټې په توګه فعالیت کاوه.
نوموړې همدارنګه منلې وه چې دې او د روسیې د پارلمان یوه غړي د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال پر دې کار کاوه چې د امریکا د (ټوپکو ملي ټولنې) سره د خپلو اړیکو په وسیله د امریکا له محافظه کارو سره د پټو اړیکو چینلونه ټینګ کړي.
په هغو انتخاباتو کې ولسمشر ټرمپ ډموکراټې هیلري کلینټن ته ماته ورکړه.
ماریا بوتینا په اتلس میاشتیني بند محکومه شوې وه، په دې کې هغه وخت هم حساب شو چې تر محکومېدو مخکې یې توقیف کې تېر کړی و.