امریکايي ځواکونو منلې چې لغمان کې پر یو شمېر موټرو فشنګونه غورځول شوي
په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، تېره شپه یې د لغمان ولایت اړوند سیمو کې وروسته له هغې پر یو شمېر موټرو فشنګونه وغورځول چې د دوی او افغانستان امنیتي ځواکونو کتارونو ته نږدې شول.
د دغو ځواکونو یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل، دا عمل یوازې د مخکې تګ د مخنیوي په هدف و، نه دا چې ملکیان په نښه کړي.
دی وايي:" د امریکا متحده ایالاتو اردو نه غواړي چې ملکیانو ته زیان ورسېږي. موږ هغه مهال هیڅ ډول زیان او تاوان و نه لید. خو ولې اوس مو د دوو موټرو د سوځېدو په اړه معلومات تر لاسه کړي دي. موږ ملکیانو ته د اوښتو تلفاتو هر ډول موضوع په جدي ډول پلټوو."
خو اسوشېټېډ پرېس د پېښې د یوه عیني شاهد له قوله لیکي، د نظامیانو د موټرو تېرېدو پر مهال یوې څنډې ته ولاړ و، خو د هغوی له خوا د غورځول شویو فشنګونو په پایله یې موټر اور واخیست او خپله هم لږ ټپي شو.
دا پېښه تېره شپه د لغمان د عزیز خان کڅ په سیمه کې شوې ده.