په خوست کې درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه
![په خوست کې درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه](https://gdb.rferl.org/291C7EDB-9134-4459-84D1-5A486CC3D2F0_w800_h450.jpg)
نن د نومبر پر ۱۸مه نېټه د خوست اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو د اوو لویو کلیو درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه.
د خوست چارواکي وايي، چې دې کلیو ته د برېښنا په غځونه او د نورو اړوندو وسایلو په لګولو ۱،۴ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.