عراق کې د امریکا د دفاعي برخې ملکي قراردادي وژل شوی
![عراق کې د امریکا د دفاعي برخې ملکي قراردادي وژل شوی](https://gdb.rferl.org/8B558E03-4414-4049-8BB5-F5CF17914568_w800_h450.jpg)
د امریکا د دفاعي برخې یو ملکي قراردادي په عراق کې ووژل شو.
د امریکا دفاع وزارت وایي، دا کس د عراق په کرکوک ښار کې د عراقي پوځیانو پر یوې اډې د توغنديو د برید پرمهال وژل شوی دی.
امریکایي چارواکي وایي، د دې برید له امله یو شمېر عراقي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د امریکایانو په وینا پر ( کې یو) پوځي اډې پرون لږ تر لږه دېرش توغندي لګېدلي دي.
دا اډه د عراقي عسکرو ده چې یو شمېر امریکایان هم ورسره یوځای دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې پر یو شمېر عراقي اډو د ایران ملاتړي ځواکونه په بریدونو تورن کړی و.
مایک پمپیو خبرداری ورکړی و که چېرته د ایران له لوري یا د ایران د ملاتړیو کسانو له خوا په عراق کې پر امریکایانو بریدونه وشي متحد ایالتونه به سخت ځواب ورکړي.