د سوداګرۍ او پانګونې خونه: افغان حکومت مالیه لوړه کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د مالیاتو له دوه برابره کېدو خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډيو ته وویل، چې د مالیاتو لوړوالی لامل شوی چې د دغه هېواد په بازرونو کې د توکو بیې لوړې شي.
هغه زیاته کړه: "په تېرو څو کلونو کې مالیات څو برابره لوړ شوي دي، دا په عامو وګړو ناوړه اغیزه کړې، بیې لوړي شوي، که له یوې خوا عوايد لوړیږي، له بلې خوا په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شي چې بې وزله خلک یې بیه نه شي پرې کوي."
نوموړي وویل، پخوا چې له یو دوکاندار څخه ۲۰ زره افغانۍ مالیه اخېستل کېده اوس ۶۲ زره افغانۍ اخېستل کېږي.
نوموړي وویل، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو په بیه کې تر ۵۰۰ افغانیو توپیر راغلی او لوړه شوې ده.
هڅه مو وکړه څو په دې اړه د افغانستان د مالیې وزارت نظر واخلو خو دغه وزارت اړیکې ځواب نه کړي.