خوست کې د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه شوې
![خوست کې د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه شوې](https://gdb.rferl.org/D5CB33D0-A29D-43B7-BA15-F60947114009_w800_h450.jpg)
په خوست کې پرون د مدني ټولنې یو شمېر غړو ، محصیلنو او ولسي ښځو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین د ازادۍ لپاره غوښتنه وکړه.
منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷ مه، د پاکستان پولیسو ونیو او لا هم په توقیف کې دی.
په خوست کې د پرونۍ غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په پاکستان کې د پښتنو پر بشري حقونو تېري ته پام وکړي.
منظور پښتین په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم، سوله یيز حرکت پېل کړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې خلکو ته هغه حق غواړي چې د پاکستان قانون ورته منلی دی.
د دې مدني حرکت غړو د مارچ په ۳۱مه په وزیرستان کې د پښتنو لویه جرګه رابللې ده.