د ایراني لاریون کوونکو د ځپلو په تړاو د بشري حقونو څار سازمان غوښتنه
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو پر کمېسون غږ کړی چې د هغه بندیز په اړه چې تېر کال د ایران حکومت پر سولهییزو لاریون کوونکو ولګاوه او هغوي یې وځپل، جدي دریځ خپل کړي.
تېر کال د نومبر په میاشت کې په تهران او د ایران په تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل.
هغوی په لومړیو کې د تېلو د نرخ د لوړېدو او اقتصادي کمزورۍ پر ضد یې اعتراضونه پیل کړي و، خو کله چې ځوانو لاریون کوونکو د اسلامي جمهوري د مشرانو د له واکه لیرې کېدو نارې پیل کړې، نو امنیتي ځواکونه ورغلل او هغوی یې وځپل.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې له هغې پېښې درې میاشتې تېرې شوي، خو د ایران چارواکو لا رسماً نهده اعلان کړې چې څومره کسان وژل شوي، نیول شوي او ټپیان دي.