کرونا په ایران کې په هرو ۱۰ دقیقو کې یو تن وژني
![کرونا په ایران کې په هرو ۱۰ دقیقو کې یو تن وژني](https://gdb.rferl.org/C66C9B6C-8950-4463-A96F-CA46FC03E7DF_w800_h450.jpg)
د ایران د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې هېواد کې په هرو ۱۰ دقیقو کې یو وګړی د کرونا ویروس له امله مري.
د دغه وزارت مرستیال علي رضا رئیسي نن د مارچ په ۱۹مه، وویل چې په ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۸ زره اوښتی دی.
په ایران کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۱۲۸۴ تنه مړه شوي دي.
د ایراني چارواکو په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۱۵۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي، خو د ایران د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې تر ۶۰۰۰ زیات وګړي چې په کرونا ویروس اخته وو، روغ شوي دي.