پاکستان کې د تېلېسېمیا ناروغه ماشومانو ته پر وخت وینه نه رسي
په پاکستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په موخه ټولبند (لاکډاون) د هغو زرګونه ماشومانو ژوند ته خطر پېښ کړی چې د تېلېسېمیا ناروغي لري. ډاکتران وايي، اوس خلک په کورونو کې وي نو ځکه دې ماشومانو ته وینه نه ورکول کېږي چې له وجې یې د هغوی ژوند ګواښل شوی. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.