جواد ظریف او بشار اسد دمشق کې سره ولیدل
د ایران بهرنیو چارو وزیر د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په دمشق کې لیدلي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۰» د سوریې په پلازمېنه کې له ولسمشر اسد سره ولیدل، خو په دې اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
تر دې لیدنې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې تمه ده په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو پرمختګونو او د ترورېزم پر وړاندې جګړې په اړه بحث وشي.
ایران د سوریې یو تر ټولو نږدې سیمهییز متحد دی. د روسیې ترڅنګ، تهران د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال چې شاوخوا ۱۰ کالهیې کېږي، دغه هېواد ته پوځي مرستې ورکړې دي.
کورنیو جګړو په سوریه کې روغتیایي سیستم ځپلی دی. خیریه کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې اوس حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو مخه نهشي نیولی.
دغه هېواد په لومړیو څو اوونیو کې هر ډول روغتیایي ګواښ رد کړی وو او د ایران او عراق شیعه زیارت کوونکو تهیې اجازه ورکړه چې دمشق ته څېرمه زیارتونو ته ولاړ شي.
د مارچ په لومړیو کې د سرحدونو او زیارتونو د یوې برخې په بندولو سره په دې هېواد کې د محدودیتونو لګول پیل شول.
اوس د سوریې چارواکي په دمشق کې دننه او بهر ۳۹ مثبتي پېښې تأییدوي او وایي دوه تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي، خو ډېری متخصصین وایي، شمېره تر دې ډېره لوړه ده.