افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۱۳ نوې پېښې ثبت شوې
![افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۱۳ نوې پېښې ثبت شوې](https://gdb.rferl.org/4818F12A-B2F8-4F73-AF77-9C8F7623CDA7_cx44_cy0_cw56_w800_h450.jpg)
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۵۰۰۰ اوښتی دی.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د مې په ۱۴مه، په کابل کې خبریالانوته وویل چې ۱۰۰۸ معاینې شوي او ۴۱۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.
مایار وویل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مکرراً خبرداری ورکړی چې که خلک احتیاط ونهکړي، د کرونا وبا به ۸۰ فیصده خلک ونیسي.