کابل کې نن د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي
په کابل کې نن د جون ۴مه، د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي.
مولوي ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا و.
هغه د سې شنبې په ماښام تر لمانځه وروسته، له جوماته د وتلو په وخت کې په چاودنه کې ووژل شو.
په چاودنه کې یو شمېر نور ملکي وګړي هم چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي وو، ووژل او زخمیان شوو.
د مولوي ایاز نیازي قتل وسلهوالو طالبانو غندلی او یو جنایتیې بللی دی.
د حملې مسئولیت لا کومې ډلې نهدی اخیستی.