رونا ویروس؛ هند په نړۍ کې درېیم شو
![رونا ویروس؛ هند په نړۍ کې درېیم شو](https://gdb.rferl.org/d1b6db9e-b80a-43a1-a805-e6189dc53e51_tv_w800_h450.jpg)
نن په هند کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۰ زرو ته ورسید. دا هیواد د امریکا او برازیل وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې کویډ ۱۹ پېښې په کې زیاتې دي. هندي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، په دې ویروس د اخته کیدو ۲۴ زره نوې پېښې ثبت کړي.