ازبکستان پر نړيوالو الوتنو لګول شوی بندیز ليرې کوي
د ازبکستان حکومت وایي، دغلته پر نړیوالو الوتنو لګول شوی بندیز د راتلونکې اکټوبر میاشتې له پيله ليرې کوي.
چارواکو پرون وویل، د ازبکستان لارې به یو ځل بیا نړیوالو ګرځندویانو ته پرانيستل شي، خو په دې شرط چې سیلانیان د کرونا ویروس د مخنیوي سپارښتنې عملي کړي.
ازبکستان د روان لمریز کال په مارچ میاشت کې هغه مهال خپلې پولې وتړلې چې کرونا ویروس خپور شو.
په دې موده کې یوازې چارتر الوتکو او هغو ځانګړو رېل ګاډو د تګ اجازه درلوده چې له نورو هېوادونو یې د ازبکستان وګړي خپلو کورونو ته لېږدول.
تر اوسه د منځنۍ اسیا په دغه هېواد کې د کرونا څه باندې ۴۹ زره پېښې ثبت شوي او له دې ډلې ۴۱۵ تنه مړه شوي دي.