په تذکرو کې د افغان میندو نوم لیکل لویه لاسته راوړنه وبلل شوه
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د افغان ښځینه فعالانو لپاره دا یوه ستره لاسته راړونه ده چې په تذکرو کې به د میندو نومونه لیکل کېږي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون فرمان ورکړ چې په تذکرو کې دې د مور نوم ولیکل شي.
د بشري حقونو د څار ډلې یوې موقتي مشرې هیدر بار په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې اغېزې به د ښځو پر ژوند ښکاره وي، په تعلیمي او روغتیایي برخو کې به اسانتیاوې ورته برابرې شي، د پاسپورټ ترلاسه کول به ورته اسانه شي، همداراز به د خپلو ماشومانو لپاره په اسانۍ اسناد اخیستلی شي.
هیدر بار زیاته کړه چې دا فرمان په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د افراطي ډلې ترمنځ د روانو خبرو لپاره هم مهم دی او ډېرې افغان مېرمنې اندېښنه لرې چې د سولې د خبرو پرمهال د دوی لاسته راوړنې ضایع نه شي.