'د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د ۲۴ تلین پلان شوې یاد غونډه لغوه شوه'
!['د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د ۲۴ تلین پلان شوې یاد غونډه لغوه شوه'](https://gdb.rferl.org/74072D4B-7034-4335-A7FE-42AF6459B153_cx11_cy8_cw55_w800_h450.jpg)
د پخواني ولسمشر نجیب الله لور ومنله چې د پلار د وژل کېدو د څلورویشتم تلین پلان شوې یاد غونډه یې لغوه شوې ده.
هیلې نجیب الله پر خپله ټویټرپاڼه دغه خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې د څه د لایلو له مخې غونډه لغوه شوې.
ټاکل شوې وه دغه غونډه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د نجیب الله د ګوند د غړو او یوشمېر خواخوږو له خوا جوړه شي.
پرون یو شمېر مذهبي او جهادي ګوندونو له هغې ډلې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دغې غونډې سره مخالفت وښوده.
نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه نیټه کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم ووژل شو.